د قانون په اړه

 د ۱ جولای ۲۰۱۸ څخه راپدېخوا سویډن یو د جنسي جرمونو قانون لري چې اساس یې په رضایت دی. ځینې وختونه دا 'د رضایت قانون' بلل کېږي. دا قانون واضحه کوي چې هر تن حق لري د خپل بدن او جنسیت په اړه پرېکړې وکړي. جنسي اړیکه (سیکس) باید په رضا وي، که نه نو جرم دی.

په رضامندۍ د جنسي اړیکې مانا داده چې یو تن د جنسي عمل لپاره په خوله یا د بدني ژبې په ذریعه واضح 'هو' ویلی وي. که تاسو چا سره جنسي عمل کول غواړئ نو لازمه ده چې مثلاً په پوښتنه کولو سره ترې معلومه کړئ چې آیا هغه تن اصلاً غواړي که نه.

ددې مانا دا هم ده چې هر څوک په هر وخت کې د خپل ذهن د بدلولو حق لري. پروا نه کوي چې مخکې ترې څه شوي یا اول قدم چا اخیستی وي. د یو چا سره جنسي عمل ته ادامه ورکول په داسې حال کې چې هغه یې نور کول نه غواړي، جرم دی.

 

ټول جنسي عملونه لازماً باید په رضامندۍ وي

 یو خاص ډول جنسي عمل ته 'هو' ویل په دې مانا ندي چې دغه په نورو عملونو هم تطبیقېږي. له دې امله دا مهمه ده چې په هر نوي وضعیت کې تاسو د بل تن نه پوښتنه وکړئ یا ترې معلومه کړئ چې هغه څه غواړي. که یو تن ویلي وي یا یې څرګنده کړې وي چې د خولې سیکس غواړي، نو ددې مانا دا نده چې هغه د فرج یا مقعد له لارې جنسي عمل (سیکس) هم غواړي. هغه تن لازماً باید ووايي یا څرګنده کړي چې په هر نوي جنسي عمل کې ګډون کول غواړي. دا په هر حال کې تطبیق کوي، پروا نه کوي اول قدم چې هر چا اخیستی وي.

 

هغه جنسي اړیکه چې هیڅکله په رضامندۍ نه ده

 داسې وضعیتونه شته چې په هغوی کې یو تن هیڅکله داسې نشي ګڼل کېدلی چې په جنسي عمل کې په برخې اخیستلو به یې رضایت ښودلی وي. په لاندې وضعیتونو کې دا تلجرم دی چې یو بل تن سره جنسي عمل ترسره کړی شي.پروا نه کوي که هغوی ویلي یا څرګنده کړې هم وي چې غواړي یې.

 

  •    ناسمه استفاده، تاوتریخوالی یا دړکې

که یو څوک د ناسمې استفادې، تاوتریخوالي یا دړکو په حالت کې کولو په نتیجه کې په جنسي عمل کې ګډون کوي. د بېلګې په توګه، که عمل ترسره کوونکی هغه تن ووهي یا یې کلک ونیسي. یوه بله بېلګه یې دا ده چې عمل ترسره کوونکی دړکه ورکړي چې د هغه بل تن لُوڅ عکسونه به توزیع کړي.

  د جرم حسابېدو لپاره لازمه نده چې د تاوتریخوالي استعمالولو یا دړکو ورکولو والا نفر هماغه تن کوم وي چې جنسي عمل ترسره کوي. یوه بېلګه یې دا ده چې یو تن د یو داسې تن څخه د پیسو په بدل کې جنسي خدمتونه ترلاسه کړي کوم چې له دې امله په جنسي عمل کې ګډون کوي چې د تاوتریخوالي سره مخ کړی شوی وي یا تهدید شوی وي او که دغه حالت نه وی نو په خپله خوښه به یې پکې ګډون نه وی کړی.

 

  •   د ضُعف ځانګړي وضعیتونه

دا داسې چې یو عمل کوونکی یو بل داسې تن نه استفاده وکړي چې د ضُعف په ځانګړي حالت کې وي، د بېلګې په توګه هغه د الکولو یا مخدره موادو په نشه کې وي، مریض وي، زخمي وي یا ذهني ګډوډي لري.

  په دې کې داسې تن هم راځي چې سخت ډارېدلی وي. د بېلګې په توګه، د سخت ډار په حالتونو کې داسې کېدلی شي چې یو تن د وضعیت لخوا فلج شي، چې دې حالت ته "کنګل شوی ډار" ویل کېږي.

 

  •   د اتکا څخه ناسمه استفاده

دا هغه وخت چې عمل کوونکی په جدي توګه د بل تن د اتکا څخه ناسمه استفاده وکړي. د بېلګې په توګه دا یو ښوونکی او یو شاګرد او یو منیجر او کارمند کېدلی شي.

 

د جنسي تېري او جنسي برید د جرمونو په اړه

 هغه سیکس یا جنسي عملونه چې په رضامندۍ نه وي کېدلی شي چې جنسي تېری یا جنسي برید وي. ددې جرمونو ترمینځ توپیر د جنسي عمل د ترسره شوي ډول سره تعلق لري.

 د جنسي تېريد جرم مانا داده چې عمل ترسره کوونکی جماع یا داسې بل جنسي عمل چې د هغې پرتله د جماع سره کېږي د یو داسې تن سره ترسره کړي چې هغه یې په کولو رضا نه وي. د بېلګې په توګه، دا کېدلی شي چې د فرج، مقعد یا خولې له لارې وي. دا په شیانو او ګوتو سره دخول باندې هم تطبیق کوي. جنسي تېری دا هم کېدلی شي چې د عمل کوونکي او قرباني جنسي اندامونه یو بل سره لګېدلي وي. 

 د جنسي بریدجرم یو تن سره د هغو جنسي عملونو ترسره کول دي کوم چې په رضا باندې پکې برخه نه اخلي خو کوم چې جنسي تېری نه حسابېږي. یوه بېلګه یې دا کېدلی شي چې که یو نفر یو څوک په موټي وهلو مجبور کړي او یا هغه نفر لمس کړي او په موټي وهلو پیل وکړي.

 

دوه نوي جرمونه

په نوې قانون سازۍ کې دوه نوي قوانین دي:د بې پروایۍ جنسي تېریاو د بې پروایۍ جنسي برید.دا په هغو وضعیتونو تطبیقېږي کومو کې چې یو تن یو جنسي عمل ترسره کوي په داسې حال کې چې ګومان کوي یا شاید ګومان یې کړی وی چې هغه بل تن یې نه غواړي. له دې امله هر هغه څوک چې سیکس کول غواړي پرې لازمه ده چې معلومه کړي چې ټول هغه کسان چې پکې دخیل وي آیا هغوی یې واقعاً کول غواړي.

جنسي جرمونه په واټن کې

 جنسي تېری، جنسي برید او نور جنسي جرمونه په واټن سره هم ترسره کېدلی شي، لکه د تلیفون یا انټرنېټ له لارې. یوه بېلګه یې داده چې یو تن یو بل تن باندې د ویب کامرې مخې ته خپل ځان سره جنسي عملونه ترسره کړي.

 

Lämna sidan direkt Dölj ditt besök